د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي، سل ملیونه نوي بانکنوټونه یې سوداګریزو بانکونو ته وېشلي دي.
دغه بانک د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه شمېر نویو افغانیو کې د لسو، شلو، پنځوسو او سلو افغانیو بانکنوټونه شامل دي.
د افغانستان بانک په خبره، د نویو بانکنوټونو په بدل کې سل ملیونه زاړه بانکنوټونه له سوداګریزو بانکونو څخه ټول شوي دي.
په افغانستان کې په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته د زړو بانکنوټونو په اړه تل شکایتونه کېږي.
افغانستان بانک د تېرې نومبر میاشتې په نهمه نېټه اعلان کړی و چې د یوه پولنډي شرکت لهخوا د چاپ شویو لس ملیارده نویو افغانیو لومړنۍ جوپه کابل ته ور رسېدلې ده.