مجاهد د اوچا هغه راپور رد کړ چې د طالبانو حکومت به د اقتصادي ستونزو له امله سقوط شي

ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (اوچا) هغه خبره رد کړې چې ګواکې د دوی حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله سقوط کوي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې حکومت یې په ولس کې ژورې ریښې لري او دا د دوی په ټکو په بهرنیو مرستو متکي نظام نه‌دی.

په اعلامیه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته لېږلې راغلي، افغانستان کې به د اوږدې جګړې له کبله تر یوه وخته اقتصادي ستونزې وي، خو دوی ډاډه دي چې اقتصادي سرچینې به بېرته ژوندۍ کوي.

اوچا د جنورۍ په ۲۳مه نېټه خپل یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان له یوه بې‌ساري بشري ناورین او په ورته وخت کې د سیستماتیک سقوط او انساني فاجعې له لوی واقعي خطر سره مخامخ دی.