د احصايي او معلوماتو ملي اداره: څه باندې نهه مليونه کسانو برښنايي تذکرې ترلاسه کړي دي

انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په ټول افغانستان کې څه باندې نهه ملیونه کسانو برښنایي تذکرې ترلاسه کړي دي.

په دې ډله کې شپږ ملیونه د پخواني جمهوري نظام او شاوخوا درې ملیونه نورې یې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته وېشل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ازادي راډیو ته وویل: "زموږ پروسه چې ده، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ډېره په عادي شکل روانه ده، په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش ۶۹ مرکزونه فعال دي، کابل کې دیارلس فعال مرکزونه لرو او دې سره څنګ کې درې سیار مرکزونه هم لرو."

دغه تذکرې چې په بایومتریک ډول د شخص ټولې ځانګړنې په‌کې ثبتیږي، درې سوه افغانۍ بیه لري.

ازادي راډیو ته له یو شمېر جنوبي ولایتونو خلکو شکایت کړی چې ولایتونو کې يې برښنایي تذکرې نه‌شته یا په اسانه نه ورکول کېږي.

د احصایې ملي اداره دغه شکایت مني، خو وایي هغو سیمو کې دغه شکایتونه کېږي چې تر اوسه د دوی مرکزونه په‌کې نه‌دي فعال شوي.