امريکا له افغان – امريکايي پوهنتون سره ۲۷مليون ډالره مرسته کړې

د افغان امريکايي پوهنتون لوګو

د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره، USAID وایي، له خپل اوږدمهاله شریک، د افغانستان له امریکایي پوهنتون سره یې د څلورو کلونو لپاره د ۲۷ ملیون ډالرو مرسته کړې ترڅو محصلان وکولای شي په افغانستان کې لوړو زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري.

د افغانستان لپاره د USAID د دفتر مشر شان کالهان پرون سې‌شنبې په یوه ټویټ کې ویلي چېUSAID په ویاړ سره د افغان ښځينه او نارینه محصلینو ترڅنګ یو شان ولاړه ده ترڅو هغوی د خپلو زده کړو هیلې پوره کړي او زیاتوي، زده‌کړه یو حق دی.

یو شمېر افغانانو د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د دغو مرستو هرکلی کړی خو ویلي یې دي، چې دا پوهنتون دې د ۱۵۰ زیاتو هغو محصلانو په ایستلو کې مرسته وکړي چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې په افغانستان کې له دې پوهنتون سره انلاین زده‌کړې پیل کړې او اوس په دې هېواد کې پاتې دي.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون یو شمېر محصلانو ته د قرغزستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو په امریکایي پوهنتونو کې د زده‌کړې امکانات برابر شوي دي.