امينه محمد اروپايي ټولنې ته: افغانستان کې به ښځې او ماشومان له مرستو پرته مړه شي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد، د اروپایي ټولنې غړیو ته افغانستان سره د بشري مرستو د بندولو په وړاندې خبرداری ورکړ.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې امینه محمد چې د ملګروملتونو د یوه جګپوړي پلاوي په ترکیب کې تېره اوونۍ افغانستانه ته تللې وه، پرون سې‌شنبې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، حکومتونه به دې ته اړتیا لري چې خپلو مالیو ورکونکو ته ووایي چې ولې له افغانستان سره چې له ښځو سره دومره تبعیضي چلند کوي، مرسته کوي، خو تریخ حقیقت دا دی چې په افغانستان کې به ښځې او ماشومان له بهرنیو مرستو پرته مړه شي.

امینه محمد بشري اړتیاوو ته په اشاره وویل، افغانستان چې اوس سخته یخني چې د تودوخې درجه منفي دېرش سانتیګرادو ته رسېدلې تجربه کوي، یو شمیرخلک خواړه نه‌لري چې ویې وخوري.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امينه محمد ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې هدف باید په نورو برخو کې پر طالبانو فشار راوستل وي ترڅو د ښځو په اړه تبعیضي پرېکړې بېرته واخلي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ښځې او نجونې یې له لوړو زده‌کړو او ښځې یې هم په غیردولتي مرستندویه مؤسسو کې له کارکونکو منع کړي دي.