د خبریالانو د خونديتوب کمېټه: تېر کال نړۍ کې د خبریالانو د مړینې کچه ۵۰سلنه ډېره شوې وه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې لوګو

د یوه نوي راپور له مخې په نړۍ کې د خبریالانو د مړینې په کچه کې په ۲۰۲۲ کال کې د یوه مخکیني کال په پرتله پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په نیویارک کې دېره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې CPJ په یو راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، چې دا خبریالان تر ډېره په اوکراین، مکسیکو او هایتي کې وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې د رسنیو ۶۷ کارکوونکي وژل شوي چې دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خبریالانو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده.

راپور زیاتوي چې له دې ډلې ۳۵ تنه د اوکراین، مکسیکو او هایتي خبریالان دي.

د CPJ د راپور له مخې تېرکال په اوکراین کې د رسنیو ۱۵ کارکوونکي وژل شوي دي.