د جرمني صدراعظم: اوکراين ته به 'ليوپارډ' ټانکونه ولېږل شي

د جرمني صدراعظم اولاف شولځ پرېکړه وکړه، چې اوکراین ته په جرمني کې جوړ شوي لیوپارډ ټانکونه ولېږي.

هغه د پولنډ په څېر نورو هېوادونو ته هم اجازه ورکړه، چې اوکراین ته دغه ټانکونه ورکړي.

په همدې حال کې ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو هم پرون سې‌شنبه اوکراین ته د ابرامز په نوم ټانکونو او نورو پوځي مهماتو د ورکړې خبره کړې ده.

خو د امریکا د حکومت یوه ویاند په دې باب له تبصرې ډډه وکړه.

تر دې مخکې متحدانو پر جرمني انتقادونه کول، چې نه خپله اوکراین ته دا ټانکونه ورکوي او نه هم متحدانو ته دا اجازه ورکوي.

جرمني ویل، تر هغو اوکراین ته دا ټانکونه نه ورکوي، چې لومړی د امریکا متحدو ایالتونو ابرامز ټانکونه اوکراین ته نه وي ورکړي.