شهباز شريف د برښنا پارچاوۍ له امله له خپل ملت بښنه غوښتې

شهباز شريف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون سې‌شنبه د برښنا د پارچاوۍ له کبله له خپل ملت څخه بښنه وغوښته.

له دوشنبې تر پرون پورې د ۲۴ ساعتونو لپاره په پاکستان کې برښنا نه وه، چې د دغه هېواد ۲۲۰ ملیونه وګړي په تیاره کې پاتې وو.

په پاکستان کې د برښنا د پارچاوۍ له کبله د تولیدي فابریکو چارې په ټپه ولاړې وې او په روغتونونو کې له اضطراري جنراټورونو کار واخیستل شو.

د پاکستان د انرژۍ وزیر، خرم دستګیر خان ویلي، په دغه هېواد کې برښنا د سې‌شنبې سهار بېرته عادي حالت ته راوګرځېده.

خو د پاکستان په ځینو برخو کې د برښنا د تولید هغه بټۍ چې په اټومي انرژۍ او د ډبرو په سکرو چلېږي، بیا فعالېدو ته اړتیا لري.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، د خپل حکومت په استازیتوب د هغه کړاو له کبله له خپلو خلکو بښنه غواړي، چې علت یې د دوشنبې په ورځ د برښنا پارچاوي وه.

شریف ویلي، د برښنا د دې پارچاوۍ د علت معلومولو لپاره یې د څېړنو امر کړی دی او عاملان به مجازات شي.