د مقامت جبهې نورستان کې د طالبانو د دوو پوځي اډو سوځولو خبر ورکړی

د مقاومت جبهې وسله‌وال

د طالبانو مخالفه، د مقاومت جبهه وايي، پرون یې په نورستان کې د طالبانو دوې پوځي اډې په اور سوځلي دي.

د دغې جبهې ویاند صبغت احمدي پرون په ټویټر کې لیکلي، چې د مقاومت ملي جبهې مبارزینو دغه مرکزونه په تاکتیکي حمله کې سوځلي او د طالبانو ۱۳ غړي یې نیولي دي.

احمدي زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوی ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

د طالبانو ویاندویانو د دې موضوع په باب تبصره نه‌ده کړې.

په وروستیو کې د طالبانو خلاف په ځینو ولایتونو کې حملې کېږي، چې ځینو مسوولیت د دوی مخالفې ډلې مني.