برېتانيا کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي؛ افغانان هم په‌کې شامل دي

يوه کډواله کورنۍ، انځور - ارشيف

د برېتانیا د کډوالۍ وزیر رابرت جنریک، ویلي چې په دغه هېواد کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي، چې افغانان هم په‌کې شامل دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، جنریک پرون سې‌شنبه د برېتانیا پارلمان ته وویل، د ماشومانو د ورک کېدو ۴۰۰ پېښې شته، چې لا هم د ۲۰۰ ماشومانو د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته.

د برېتانیا د کډوالۍ وزیر زیاته کړه، د دغو ورکو ماشومانو له ډلې ۸۸ یې البانیايي، پاتې ۱۲ نور یې د افغانستان، مصر، ویټنام، پاکستان او ترکیې دي.

د برېتانیا دغه چارواکی وايي، د ۲۰۲۱م کال له جولای میاشتې راهیسې تر څلور لکه او ۶۰۰ ډېر ماشومان چې څوک ورسره نه وو، د برېتانیا په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ځینو افغان کورنیو له خپلو ماشومانو سره د برېتانیا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډه وکړه.