د اوکراین ستر درستیز: په ختیځه جبهه کې د روسیې دوامداره بریدونه دوام لري

په دونېڅک کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراین پوځ وايي ځواکونه یې په ختیځه جبهه کې د روسیې له بې وقفې راکټي حملو سره مخامخ دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز په خپل ننني راپور کې وویل چې په دونېڅک او لوهانسک سیمو کې یې د روسیې یوولس حملې په شا تمبولي دي.

راپور زیاتوي چې د روسیې د پوځ راکټي حملې تر ډېره په بخموت او اَف- دِیو- کا ښارونو چې له څو میاشتو راهیسې درنې جګړې په کې روانې دي، متمرکزې وې.

د اوکراین پوځ وايي چې روسیې په زاپوریژیا، خرسون او لیمان ښارونو کې هم د اوکراینې ځواکونو پر مرکزونو حملې کړې دي.