ملګرو ملتونو افغان نجونو ته د زده کړو د لاسرسي غوښتنه وکړه

ارشیف: د افغانستان د نجونو د ښوونځیو یو ټولګی

د ملګرو ملتونو ادارو د زده کړو په نړیواله ورځ زده کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو ښونیزې، علمي او فرهنګي څانګې یونسکو نن د جنورۍ په ۲۴مه یوه ټویټ کې ویلي، دا مهال په منځنیو او لېسو ښونځیو کې د افغان نجونو شمېر د ۲۰۰۱ کال په څېر صفر ته رسېدلی دی.

دغې ادارې ویلي، ۲۰۲۱ کال کې په تقریبي ډول هرو لسو نجونو کې ۴ هغه په افغانستان کې ښونځیو ته تللې، خو اوس یې شمېر معلوم نه دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم نن ویلي، زده کړه د ټولو حق دی او افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم زده کړو ته د لاسرسي حق لري.

د دغه سازمان په خبره، زده کړې کولای شي ټولنه له بې وزلۍ څخه د اقتصادي غوړېدو خواته بوځي.

طالبانو پخوا ویلي، دوی په دې تړاو د نړیوالو اندېښنې پر ځای بولي، خو وایي د زمینې په برابرولو به نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي.