د ایران په ارومیه کې ۱۶ تنکي ځوانان نیول شوي

ایران کې د لاریونونو یو انځور

د ایران حکومت د دې هېواد په شمال لوېدیځ ښار ارومیه کې د تنکیو ځوانانو په ګډون شپاړس کسان د مظاهرو د پلان جوړولو په تور نیولي دي.

حکومت دا کسان په جاسوسۍ تورن کړي.

ویل کېږي په تېره نومبر میاشت کې هم ۲۵ کسان په دې تور نیول شوي وو چې له استخباراتي ادارو سره تماسونه لري.

چارواکو ویل چې دې کسانو تنکي ځوانان د ټولنیزو شبکو له لارې جذبول څو د حکومت پرضد اعتراضونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د ایران حکومت له توقیف شویو کسانو څخه د شکنجې په نتیجه کې جبري اعترافونه اخلي.

په ایران کې د خلکو پراخ اعتراضونه په تېره سپټمبر میاشت کې وروسته له هغه پیل شول چې ۲۲ کلنه پېغله مهسا امیني د بشپړ حجاب د نه مراعاتولو په تور پولیسو ونیوله او هغې وروسته په توقیف کې سا ورکړه.