د کرکټ نړیوالې شورا د کال غوره لوبډله؛ هېڅ افغان لوبغاړی په کې نه شته

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي نن دوشنبه د ۲۰۲۲ کال د شلو اورونو د غوره لوبغاړو لوبډله اعلان کړه.

ای سي سي په یوې خبره پاڼه کې ویلي چې اعلان شويو لوبغاړو تېر کال د شلو اورونو په بېلابېلو سیالیو کې ښې وړتیاوې ښودلې وې.

په دې لېست کې د هندوستان درې، د انګلستان او پاکستان دوه دوه، د نیوزیلنډ، زمبابوې، ایرلنډ او سریلانکا یو یو لوبغاړی شامل دي.

د افغانستان لوبغاړي چې تر ډېره د شلو اورونو د «فارمټ» مخکښان بلل کېږي، په دې لېست کې یې ځای نه دی خپل کړی.

په اعلان شویو لوبغاړو کې د انګلستان جاس بټلر د لوبډلمشر په توګه، سام کرن، ویرات کهولي، سوریا کومار یادو، محمد رضوان، ګلین پیلیپس، سکندر رضا، هاردیک پانډیا، وینندو هسرنګا، حارث روف او جوش لیټل د لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې لېسټ کې د اسټرالیا او سویلي افریقا په څېر پیاوړو کرکټ هېوادونو لوبغاړو ته هم ځای نه دی ورکړل شوی.

د یادونې ده چې د کرکټ نړیواله شورا د هر کال په پای کې د نارینو او ښځینو کرکټرانو د غوره وړتيا ښودونکو ته بېلابېلې جایزې اعلانوي.