پولیسو امريکا کې پر یوه کلب د بریدګر جسد د يو موټر دننه پیدا کړی

د امریکا پولیس، انځور - ارشیف

د امریکا پولیسو لاس انجلس ښار ته نژدې د نڅا پر یوه کلب د برید کوونکي جسد د یوه موټر دننه پيدا کړی دی.

دغه کس د یکشنې په شپه د جنورۍ په ۲۱مه د مونته ری پارک پر کلب ډزو کې لس تنه ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.

د لاس انجلس ښار د پولیسو یوه چارواکي رابرت لونا د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې بریدګر ۷۲ کلن او نوم یې اوو کان تران و.

د پولیسو دغه چارواکي وایي، بریدګر له برید وروسته خپل ځان هم په ډزو وژلی دی.

دغه پېښه د چینایانو د نوي کال په شپه وشوه او تر دې وروسته لاس انجلس کې د چینایانو او اسیایانو د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.