باميان کې دوو مېرمنو ځان وژنه کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د باميان ولايت موقعيت

په بامیان ولایت کې دوو مېرمنو د موږکو په دوا ځان وژنه کړې ده.

دغه خبره په بامیانو کې د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر مولوي سیف الرحمان محمدي د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په درېیمه) ازادي راډیو ته تایید کړه.

ښاغلي محمدي ویلي: "یوې شپاړس کلنې نجلۍ په سیغان ولسوالۍ او بلې ۵۰ کلنې مېرمنې په یکاولنګ نمبر۲ ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ د موږک دوا خوړلې چې وروسته دواړو مرکزي روغتون کې سا ورکړې ده."

محمدي وایي، د پېښو لامل روښانه نه‌دی، خو دوی یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.