د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا ایالت په یوه پارک کې د چینايانو د نوي کال د نمانځلو جشنونه پیل شوي، چې تر ډېره چینايي الاصله امریکايانو پهکې برخه اخیستې ده.
خو دغه جشنونه وروسته له هغې پیکه شول، چې د شنبې ناوخته یوه وسلهوال کس د نڅا پر یوې ډلې ډزې وکړې، لس کسان یې ووژل او لس نور ټپیان کړل.
چینایان هر کال ته د یوه څاروي یا مارغه نوم ورکوي، چې د دوی په باور سږنی کال د سوی یا خرګوش کال دی.
په کلیفورنیا ایالت کې تر دې پېښې وروسته ځینې جشنونه لغوه شول، خو بیا هم په هغو ساحو کې چې ډېری اوسېدونکي یې په خټه چینایان دي، دغه جشنونه ونمانځل شول.