د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو د خپلو عملياتو هڅه د بخموت پر ښار متمرکزه کړې ده

اوکراين کې د بخموت ښار

د اوکراین پوځ وايي، روسي ځواکونه په درېیو استقامتونو کې د پرمختګ په حال کې دي، خو بیا یې هم خپله عمده هڅه پر بخموت ښار عملیاتو باندې متمرکزه کړې ده.

د اوکراین د پوځ چارواکو پرون ویلي، په زاپوریژیا، افدییفکا او لیمان کې د روسیې له‌خوا عملیات له ناکامۍ سره مخامخ شوي، خو اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې په کوپیانسک، نوو-پاولوفسک او خرسون کې د ځانونو دفاع وکړي.

بخموت ښار ته څېرمه روسي ځواکونه په پراخه پیمانه هوايي حملې کوي او په دې ښار کې یې مخکې تګ ته دوام ورکړی دی.

دا اوکراین د ختیځې سیمې دونباس هغه ښار دی، چې له میاشتو راهیسې سختې جګړې په‌کې روانې دي.

وړمه ورځ هم پر اوکراین د روسیې د لسګونو هوايي حملو راپورونه ورکړل شوي، خو د پرونیو حملو شمېر کم ښوول شوی دی.