پر جرمني اوکراين ته د 'ليوپارډ' ټانکونو د نه ورکولو له امله سختې نيوکې شوي

د ليوپارډ ټانک

جرمني اوکراین ته د لیوپارډ ټانکونو په نه ورکولو سره د اروپایي ټولنې د یو شمېر غړیو تر سختو انتقادونو لاندې راغلی.

د راپورونو له‌مخې جرمني ویلي، تر هغو به اوکراین ته دغه پرمختللي ټانکونه ورنه‌کړي چې د امریکا متحده‌ایالات دې هېواد ته د ایم ون ابرامز M1 Abrams ټانکونه ورکړي نه‌وي.

د پولنډ صدراعظم ماتئوش موراویسکي ویلي، چې د جرمني دغه دلیل د منلو نه‌دی ځکه هره ورځ په اوکراین کې بې‌ګناه خلک وژل کېږي.

د بالتیک د سمندرګي د غاړې درې هېوادونو، لاتویا، استونیا او لیتوانیا هم د جرمنې پر دغه دریځ انتقاد کړی دی.

په عین حال کې د امریکا د استازیو د جرګې یوه مخکښ جمهوريپال غړي او د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر میچل مککاول ویلي چې، هېواد یې باید په سمبولیک ډول د ابرامز څو ټانکونه اوکراین ته واستوي ترڅو رامنځته شوی دغه په ټپه درېدلی حالت له مینځه لاړ شي.