اوچا: تر اوسه شپېته‌سلنه زيانګالو افغانانو ته بشري مرستې رسېدلي دي

د مرستو يو انځور، ارشيف

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، بشري مرستندویه ادارو په افغانستان کې په روان ساړه ژمي کې تر اوسه تر شپېته‌سلنه پورې په نښه شویو زیانګالو کسانو ته مرستې رسولي.

يادې ادارې ويلي، په دې ژمي کې چې په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی، ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې تر اوسه ۵۶۵ زره او ۷۰۰ کسانو ته مرستې رسول شوي دي.

د دې ادارې په وینا بشري مرستندویه ادارې له زیانګالو افغانانو سره د کمپلو او د تودوخې موادو مرستې کوي او هم هغوی ته د سرپناو پر ترمیم سربېره د کرایي کورونو لپاره نغدي پیسې ورکوي.

اوچا درې ورځې مخکې په یوه بل ټویټ کې ویلي و، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲۸،۳ میلیون وګړي د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري چې دا یوازې په وروستیو پنځو کلونو کې ۳۵۰ سلنه زیاتوالی دی.