يونسکو: د تېرو دوو لسيزو په پرتله د افغانستان پوهنتونو کې د نجونو ګډون شل برابره زيات شوی و

د کابل پوهنتون يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف

د ملګروملتونو ښوونیزه، علمي او فرهنګي اداره یا یونسکو وایي، د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو ګډون په تېرو دوو لسیزو کې کابو شل چنده زیات شوی و خو نن ورځ دوی اجازه نه‌لري چې په دغه هېواد کې لوړې زده‌کړې وکړي چې دا د منلو وړ نه‌ده.

دې ادارې دغه څرګندونې د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت پرون په یوه ټویټ کې کړي او غوښتنه یې کړې چې راځئ له دې ورځې سره یو ځای شو او په لوړ غږ او واضح دا خبره وکړو چې پرېږدئ، افغان نجونې زده کړې وکړي.

یونسکو ویلي، د طالبانو د لومړی واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په ۲۰۰۱ کال کې پنځه زره نجونې د لوړو زده‌کړو په موسسو کې شاملې وې او دا شمېره په ۲۰۲۱ کال چې په دوبي کې یې بیا طالبان واک ته ورسېدل، ۱۰۳ زره او ۸۵۴ ته رسېدلې وه خو روان ۲۰۲۳ کال د لوړو زده‌کړو په مؤسسو کې د نجونو او ښځو ګډون صفر ته رسېدلی.

دې ادارې ویلي، چې د زده‌کړې سږنۍ نړیواله ورځ یې چې سبا د جنوري ۲۴مه ده، د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړې موضوع ته ځانګړې کړې ترڅو د نړیوالو پام دغې ستونزې ته راجلب کړي.