اوکراین په رسمي توګه له لوېدیځو هېوادونو د لیوپاردـ۲ ټانکونو غوښتنه وکړه

اوکراین له لوېدیځو هېوادونو رسماً غوښتنه وکړه، چې په جرمني کې جوړ شوي لیوپاردـ۲ ټانکونه ورولېږي.

اوکراین له لوېدیځو هېوادونو رسماً غوښتنه وکړه، چې په جرمني کې جوړ شوي لیوپاردـ۲ ټانکونه ورولېږي، خو جرمني لا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې ویلي، جرمني رهبران د دغو جنګي ټانکونو په اړه له خپلو پروسو کار ته دوام ورکوي.

د ده په وینا دا عالي او د لوړ ظرفیت لرونکي ټانکونه دي، چې اوکراینیان به یې د کارونې لپاره زیاتې روزنې ته اړتیا ونه لري.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي وايي د جګړې په ډګر کې دغو ټانکونو ته سخته اړتیا ده.

د اوکراین پوځ پرون شنبه د دغه هېواد په ختیځ کې د جګړې د دوام خبر ورکړ، خو روسیې په دغه ساحه کې د یوه کلي د نیولو ادعا وکړه.

د اوکراین جګړه ۱۲مې میاشتې ته داخلېدونکې ده او غربي چارواکو د روسیې د یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نورو مرستو وړاندیز کړی دی.