امینه محمد: په ګډ هوډ د افغان ښځو د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کوو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وايي، باوري ده چې له افغان مېرمنو او نجونو سره په ګډ هوډ د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کولای شي.

اغلې امینې محمد دا خبره شنبه ناوخته په خپل ټوېټر باندې لیکلې ده.

اغلې محمد همداراز زیاته کړې چې متعهده ده د ټولو افغانانو لپاره د یوه سوکاله او با عزته ژوند د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

امینه محمد چې تېره اوونۍ کابل تللې وه د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره یې په لیدنو کې د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په وړاندې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.