پاکستاني ځواکونو په شمالي وزیرستان کې څلور تښتول شوي کسان خوشې کړل

ارشیف: پاکستاني ځواکونه

د پاکستان امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د پټرولیم د یوې سیمه ییزې کمپنۍ څلور تښتول شوي کارکوونکي خوشې کړي.

پولیسو پرون ویلي، په میرامشاه کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ څلور کارکوونکي د سروې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان وسله والو تښتولي وو.

د میرامشاه یوه پولیس چارواکي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې له دوو ورځو هڅو وروسته پولیسو دا څلور تښتول شوي کسان خوشې او د عملیاتو پر مهال یې دوه وسله وال ووژل.

د عملیاتو په لړ کې د پټرولیم د کمپنۍ دوه تښتول شوي کارکوونکي او یو پولیس سرتېری ټپيان شوي هم دي.