سویډن کې د ترکیې پر ضد مظاهرې شوي

د ترکیې بیرغ

د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم ښار کې پرون د ترکیې پر ضد مظاهرې وشوې.

په دې مظاهرو کې ان د قران مجید نسخې هم وسوځول شوې چې دې کار د سویډن او ترکیې تر منځ ترینګلتیا لا پسې زیاته کړه.

د راپورونو په اساس د سویډن یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قران نسخې سوځولې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بیان د ازادۍ تر چتر لاندې دغه اسلام ضد عمل ته اجازه ورکول چې مسلمانان په نښه کوي او مقدساتو ته سپکاوی کوي، د منلو وړ نه دی.

د دوی تر منځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه چې په سویډن کې د پي کا کا ګوند پلویانو د رجب طیب اردوغان پر ضد مظاهره وکړه او د هغه جوړه شوې مجسمه یې وځړوله.

سویډن د ناټو په پوځي تړون کې د شاملېدو لپاره د ترکیې ملاتړ ته اړتیا لري، خو د وروستیو ترینګلو اړیکو له امله دا کار ناشونی برېښی.

د ناټو د یوه غړي په مخالفت سره په دې تړون کې د هېوادونو لپاره شاملېدل ناممکنه بلل کېږي.