د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو عمومي قومندان ویلي چې د اروپايي ټولنې د وروستۍ اعلامیې په اړه اندېښمن نه دی.
جنرال حسین سلامي پرون شنبه د جنورۍ ۲۱مه خبرداری ورکړ چې د تروریستي ډلو په لېست کې د سپاه پاسداران شاملول به لویه تېروتنه وي.
هغه وویل: "اروپا له خپلو تېرو تېروتنو زده کړه نه ده کړې، فکر کوي چې په دې بیانیو سره کولای شي دغه ستر پوځ ته چې د ایمان، توکل او ارادې په باور جوړ دی، ټکان ورکوي."
جنرال سلامي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د اروپايي ټولنې پارلمان تېره چهارشنبه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د ترهګر بللو مسودې ته مثبته رایه ورکړه.
دا رایګیري که څه هم غیرالزامي ده، خو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې مهمه بلل کېږي.
د اروپا د پارلمان غړو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه د ایراني مظاهره چیانو د ځپلو، ترهګریزو فعالیتونو او له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې د بې پيلوټه الوتکو د مرستې په خاطر د ترهګرو په توګه نومولي.