د سویډن کمېټه: ۲.۵ میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته له تګه بې برخې دي

په نیمروز کې د یوه ښوونځي نجونې زده کوونکې. 04 October 2022

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د یونسکو په حواله وايي، په افغانستان کې ۸۰ فیصده هغه نجونې او ښځې چې عمرونه یې د ښوونځیو د تګ دي او شمېر یې دوه نیم میلیونو ته رسېږي له ښوونځیو بې برخې دي.

دغې کمېټې د جمعې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، تر هغو چې محدودیتونه سم د لاسه لیرې نه شي، د لسیزو پرمختګونه به له لاسه ووځي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

ملګرو ملتونو پرون د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد په حواله، چې افغانستان ته یې د یوه هیئت په مشرۍ خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه، لیکلي، دې وضعیت افغان ښځې او نجونې له داسې برخلیک سره مخامخې کړي چې په کورونو کې بندیانې دي، له حقونو یې سرغړونه کېږي او د افغانستان راتلونکی په خطر کې اچوي.