په بریتانیا کې اوکراینۍ عمله د چلنجر-۲ ټانکونو د چلولو زده کړې پیلوي

لندن د جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه اعلان وکړ چې اوکراین ته به دغه عصري جنګي ټانکونه ورکړي.

د لندن لپاره د اوکراین سفیر وادېم پرېستایکو وايي، د ټانکونو اوکراینۍ عمله به ډېر ژر بریتانیا ته ورسېږي چې د چلنجر-۲ په نوم د ټانکونو چلول زده کړي.

بریتانیا اوکراین ته د دغو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.

د شنبې په ورځ د ازادي راډیو له اوکراینۍ څانګې سره په مرکه کې پرېستایکو ویلي، دغه عمله به ډېر ژره د بریتانیا په خاوره کې خپل تمرینونه پیل کړي.

لندن د جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه اعلان وکړ چې اوکراین ته به دغه عصري جنګي ټانکونه ورکړي.

بریتانیا لومړنی غربي هېواد دی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دغه ټانکونه کییف ته ورکوي.