اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره پر وړاندیز بیا ټینګار کړی

ارشیف: د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره پر وړاندیز یو ځل بیا ټینګار کړی.

د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر پرون وویل چې اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې دا وړاندیز کړی.

اردوغان د جنوري په ۱۸مه د یوه پوځي هیلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر او څو نورو چارواکو د مړینې له کبله هم له زیلینسکي سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړې ده.