د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له رینا امیري سره لیدلي

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي وايي، د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره یې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي.

رتنو مرسودي چې امریکا متحده‌ایالاتو ته په سفر تللې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې کتنه کې چې د یونېسف د اجراییوي رییس مرستیال هم په کې و، د افغان نجونو، ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه په کې خبرې شوي دي.

رینا امیري هم په خپله ټویټرپاڼه د دې لیدنې خبر خپور کړی، خو ډېر جزییات یې نه‌دي ورکړي.

اندونیزیا له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کال د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ریاست ته نوماند هېواد دی.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې پرون هم په نیویارک کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره کتلي و او په افغانستان کې یې د افغان نجونو، ښځو او د بشري حقونو په اوسني وضعیت خبرې کړې وې.