امينې محمد د کندهار لپاره د طالبانو له مرستيال والي سره کتلي

امينه محمد

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد په کندهار کې د دې ولایت د والي له مرستیال حیات الله مبارک سره کتلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ دا خبره نن د طالبانو سمیه‌ییزو چارواکو وکړه.

د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د کندهار د والي مرستیال حیات الله مبارک مېرمن امینې ته ویلي، چې طالبان له نړۍ سره د پیاوړو اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې د مشرانو نومونه يې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته ووځي.

رویټرز لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په دې اړه چې په دې کتنه کې په کومو مسایلو بحث شوی دی څه نه‌دي ویلي.

مېرمن محمد چې روانه اوونۍ افغانستان ته تللې ده، له طالب چارواکو سره په لیدنو کې يې د ښځو او نجونو پر حقونو تاکید کړی دی.