د اوکراين د ماين پاکۍ يوې ډلې کمبوديا کې روزنه ترلاسه کړه

د اوکراين د ماين پاکۍ ډله کمبوديا کې د روزنې د ترلاسه کولو پر مهال

د اوکراین د ماین پاکۍ یوې ډلې کمبودیا کې د یوې اونۍ ازمايښتي دوره پای ته ورسوله.

په دغې ازمايښتي دوره کې کارپوهانو د اوکرایني ماین پاکانو سره د یو داسې هېواد تجربې چې ډېر ماینونه په‌کې ښخ شوي وو، شریکې کړې.

په کمبودیا کې هغه ماینونه چې د دریو لسیزو کورنۍ جګړه کې کرل شوي و تر اوسه پاتې دي.

د کمبودیا کورنۍ جګړه په ۱۹۸۸ کال کې پای ته ورسېده.

د تېر کال د فبرورۍ راهیسې له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی په دغه هېواد کې هم ډېر ماینونه ځای پر ځای شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ تر اوسه په اوکراین کې ۱۳ ماین پاکان وژل شوي او څه باندې ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.