ملګري ملتونه: افغانستان نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې نجونې په‌کې له زده‌کړو بې‌برخې دي

انځور - ارشيف

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې نجونې او ښځې په‌کې له تعلیم او تحصیل څخه بې برخې شوي دي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې یا یونسکو د تعلیم نړیوالې ورځې په درشل کې چې راروانه اوونۍ به لمانځل کېږي، د ټولو نجونو او ښځو پر مخ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د دروازو پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

را روانه سې‌شنبه یعنې د جنورۍ ۲۴مه د تعلیم نړیواله ورځ ده.

یونسکو وايي، نن سبا په نړۍ کې ۲۴۴ ملیونه ماشومان او ځوانان له ښوونځیو بې‌برخې دي او ۷۷۱ ملیونه پوخ عمره کسان بېسواده دي.

د دې ادارې په خبره د تعلیم حق تر پښو لاندې کېږي چې دا د نه منلو وړ خبره ده.

په افغانستان کې نن څلور سوه اووه اتیایمه ورځ ده، چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړل شوې او تېره میاشت د نجونو او ښځو پرمخ پوهنتونونه هم تر بل امر پورې وتړل شول.