اوچا: روان ميلادي کال کې به تر ۲۸ميليونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتيا ولري

انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې به په ۲۰۲۳م کال کې ۲۸ ملیونه او درې لکه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دا په تېرو پنځو کلونو کې شا و خوا ۳۵۰ فیصده زیاتوالی ښېي.

دغې ادارې نن جمعه په یوه ټویټ کې ویلي، د اقتصادي رکود، اقلیمي بدلون، لوږې او د شخړو اغېزو د خلکو اړتیاوې لا زیاتې کړې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، په افغانستان کې د اقتصادي رکود له کبله خوړو ته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوي دي.