طالبان د دوحې له موافقې په سرغړونه تورن شول

د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې د تړون موافقې لاسليکول

یو شمېر لوېدیځو شنونکو طالبان د دوحې له موافقې په سرغړونه تورن کړل.

دوی چې په واشنګټن کې د نیو امریکا څېړنیز انستیتیوت په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې طالبانو پر خپلو هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی چې د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه یې د دوحې په موافقه کې منلې وې.

فتون براون، چې پخوا پر القاعده، داعش او طالبانو د ملګروملتو د بندیزونو د څارنې د څانګې غړی و، د چهارشنبې په ورځ وویل، طالبان د دوحې موافقې ته ژمن نه‌دي.

ده د نورو موضوعاتو ترڅنګ په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدا د دوحې د موافقې یوه سرغړونه وبلله.

طالبانو د القاعده په شمول تروریستي ډلو ته په افغانستان کې د ځای نه ورکولو ژمنه کړې وه.

خو طالبانو د ملګروملتو د سرمنشي له مرستیالې امنیه محمد سره په کتنه کې ادعا کړې چې مقابل لوري د ملګروملتو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو په نه لېرې کولو د دوحې د موافقې سرغړونه کړې ده.

د ووډرو ویلسن د څېړنیز انستیتیوت د جنوبي اسیا د څانګې رئيس مایکل کوګلمن وویل، د دې لپاره چې د دوحې د موافقې ډېرې برخې پټې دي، ګرانه ده چې په دې اړه ډېر څه وویل شي.