د بلوڅو فعالانو کمپاين: تېر کال ايران کې ۱۷۹ بلوڅان اعدام شوي دي

د ایران د بلوڅو فعالانو کمپاین وايي، په ۲۰۲۲ م کال په ایران کې ۱۷۹ تنه بلوڅان اعدام شوي دي.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا د بلوڅو فعالانو د کمپاین په قول ویلي چې په ۱۷۹ تنو اعدام شویو بلوڅانو کې د ۱۱۷ تنو جرم مخدر مواد او د ۴۸ نورو قتل ښوول شوی دی.

د دغه کمپاین په وینا، په سیستان او بلوچستان ولایت کې د اعدام شویو حقیقي شمېر تر دې خورا ډېر دی خو د یو شمېر اعدام شویو کسانو په اړه معلومات له‌دې کبله نه څرګندېږي چې یا یې د کورنۍ غړي ورڅخه خبر نه‌دي او یا د حکومتي اورګانونو له لوري بېرول کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنشنل په ایران کې د اقلیتونو د اعدامونو د زیاتوالي په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

تر اوسه پورې په ۲۰۲۲ م کال په ایران کې د ټولو اعدام شویو کسانو شمېر نه‌دی اعلان شوی، خو د ایران د بشري حقونو سازمان تېره میاشت ویلي وو، چې د ۲۰۲۲ په ۱۱ میاشتو کې تر ۵۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي.