راپورونه: ايراني ځواکونو زاهدان ښار ته تللې لارې تړلي دي

ايران کې د حکومت ضد لاريون، انځور - ارشيف

د یو شمېر راپورونو له‌مخې ایراني ځواکونو د زاهدان ښار پر لور تللې لارې بندې کړې دي.

په تهران کې چارواکي دا ویره لري چې د جمعې په ورځ تر لمانځه وروسته په زاهدان کې خلک په اعتراضونو لاس پورې نه‌کړي.

په زاهدان کې د سپتمبر په دېرشمه د مظاهرو پر مهال امنیتي ځواکونو شاوخوا سل کسان وژلي و او په سلګونو نور یې ټپیان کړې و.

تر دې پېښې وروسته تقریبا هره جمعه تر لمانځه وروسته په دې سیمه کې خلک مظاهرې کوي.

د پنجشنبې په ورځ د بلوچ فعالانو یوې ډلې خبر ورکړ چې د زاهدان دننه هم امنیتي ځواکونو پاټکونه جوړ کړې دي.