د قزاقستان ولسمشر نن د دغه هېواد ولسي جرګه لغوه اعلان کړه

د قزاقستان ولسمشر قاسم جورمات قوقاییف

د قزاقستان ولسمشر قاسم جورمات قوقاییف نن د خپل هېواد ولسي جرګه لغوه کړه او اعلان یې وکړ چې د مارچ په نولسمه دې وار له‌مخه پارلماني انتخابات ترسره شي.

په قزاقستان کې دوې میاشتې مخکې د ولسمشرۍ وار له‌مخه انتخابات وشول.

دې ټاکنو ته د پروسږکال د جنوري د میاشتې حکومت ضد خونړیو مظاهرو لاره هواره کړه.

د دې اعتراضونو په لړ کې د قزاقستان د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف واک کمزوری شو.