د طالبانو حکومت: د سړې هوا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۷۸ ته پورته شو

انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستۍ سړې څپې له کبله د مړو شویو افغانانو شمېر ۷۸ تنو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویندوی تېره شپه ازادي راډیو ته په راستولي پیغام کې وویل: "۷۸ تنه شهیدان، یو ټپي او ۷۷ زره څاروي مړه شوي دي."

سږنی کال د افغانانو لپاره د طبیعي پېښو له پلوه خورا سخت کال ګڼل کېدای شي.

۱۴۰۱ لمریز کال په وچکالۍ پیل شو، ورپسې سختو زلزلو په پکتیکا او خوست کې تر زرو ډېر کسان مړه کړل.

د زلزلو ترڅنګ د افغانستان تر شلو د ډېرو ولایتونو اوسېدونکو ته کمسارو سېلونو د سر و مال ډېر تاوانونه واړول.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د خپل تاریخ له یو ستر بشري ناورین سره مخامخ دی.

د ملګروملتو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې، اوچا ویلي چې ۲۱ ملیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نړیوالې بشري مرستې د طالبانو له لوري د ښځو د کار او تعلیم د مخنیوي په شان اقداماتو ټکنۍ کړي دي.