د نيوزيلنډ صدراعظمې په لنډه موده کې د خپلې استعفا خبر ورکړی

د نیوزیلند صدراعظمه جسیندا اردرن

د نیوزیلند صدراعظمه جسیندا اردرن وايي، په راتلونکو څو اوونیو کې استعفا کوي.

هغې دا خبره نن په یوه کنفرانس کې وکړه او ویې ویل، د څلورو نورو کلونو لپاره د رهبرۍ اړینه انرژي نه‌ده ور پاتې او هیله‌منه ده چې د کارګر ګوند له‌خوا یو نوی کس صدراعظمۍ ته وټاکل شي.

د نیوزیلند ټاکنې په فبروري میاشت کې ترسره کېږي.

جسیندا اردرن په ۲۰۱۷ کال کې صدراعظمه شوه او په دې څه باندې پنځه کلنه دوره کې یې ځینو اقداماتو د نړیوالو پام ور واړاوه.

مېرمن جسیندا د کرایسچرچ د ترهګریز برید له امله د رامنځته شوي وضعیت د کنټرول او د ښځو او بشري حقونو د تامین لپاره د هڅو په خاطر د نړیوالو پام ور جلب کړ.

په ۲۰۱۹ کال کې یوه بریدګر د کرایسچرچ په دوو جوماتونو برید وکړ چې ۵۱ مسلمانان یې ووژل.

تر دې برید وروسته جسیندا اردرن د نیوزیلند له مسلمانانو سره څو واره وکتل او وروسته یې د وسلو د کنټرول قانون هم په چټکۍ تصویب کړ.