غور کې د سړې هوا له امله يو اووه کلن ماشوم مړ شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولايت موقعيت

د غور د ولایتي روغتون چارواکو ازادي راډیو ته ويلي، دغه ولايت کې د سړې هوا له امله يو ماشوم مړ شوی دی.

د روغتون د احوال له‌مخې په دې اووه کلن ماشوم سربېره چې د يخنۍ له امله یې ساه ورکړې پنځه نور کسان د سړې هوا له امله سخت ژوبل شوي هم دي.

ژوبل کسان په روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې دي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت د معلوماتو له‌مخې په تېرو څو ورځو کې سړې هوا په اتو ولایتونو شاوخوا اویا کسان مړه کړي او اویا زره څاروي یې هم له‌منځه وړي دي.

تېرې څو ورځې د پلازمېنې کابل په شمول په څو ولایتونو کې هوا د شپې له‌خوا تر منفي شلو درجو هم ښکته شوې وه.