د ارمنستان په يوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ پوځيان مړه شوي

د ارمنستان عسکر، انځور - ارشيف

د ارمنستان په یوه پوځي اډه کې د اور لګېدنې په پایله کې پنځلس پوځیان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت وايي، دا اورلګېدنه نن (د جنورۍ په ۱۹ مه) د دغه هېواد د پلازمېنې یروان ختیځ ته په ۱۱۰ کیلومترۍ کې د ګغارکنیک د ختیځه سیمه په یوه پوځي اډه کې شوې ده.

د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دى.

تر اوسه د دې پېښې لامل نه‌دی روښانه، خو په ارمنستان کې چارواکو ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.