زلنسکي: د لوېديځ پوځي مرستې دې ژر تر ژره اوکراين ته ورکړل شي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، د لوېدیځ ټانکونه او د هوایې مدافعي سیسټمونه باید ژر ور ورسیږي ترڅو وکولای شي چې د روسیې حملو ته ځواب ووایي.

زلنسکي پرون د سویس په داووس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته په وینا کې دغه غوښتنه وکړه او بیګا شپه یې په ویډیويي پیغام کې وویل چې، دونباس اوس مهال د جګړې مرکز دی.

هغه زیاته کړه چې په دې سیمه کې د روسیې هوایي بریدونه او تهاجمي عملیات په تدریجي ډول زیات شوي دي.

د اوکراین ولسمشر له کاناډا مننه وکړه چې له اوکراین سره یې پوځي مرسته اعلان کړې او زیاته یې کړه چې دا مرسته ډېره پر وخت او مهمه ده.

زلنسکي وویل، اوکراین ټینګ هوډ کړی چې د روسیې د یرغل په وړاندې به چې له پیله یې نږدې یولس میاشتې وځي، جګړې ته دوام ورکوي، خو متحدانو یې د روسيې په وړاندې اقداماتو کې په ځلونو شک څرګند کړی دی.