ارزګان کې يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولايت موقعيت

د ارزګان ولايت د طالبانو سيمه‌ييز مسؤلين وايي، د دغه ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته په دوه جلا جلا پېښو کې يوه ښځه او ماشوم وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند احسان الله حماس ازادي راډيو ته ويلي، لومړۍ پېښه چې په چهارچينو ولسوالۍ کې رامنځته شوې په‌کې يو خاوند خپله مېرمن وژلې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزيات ور نه‌کړل خو ويلي يې دي چې، ياد کس له سيمې تښتېدلی دی.

دغه راز نوموړي ويلي، په همدې ورځ ياده ولسوالۍ کې يو ماشوم هم د ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله وژل شوی دی.

پرون غزني ولايت کې هم د يوې ښځې او يوې ماشومې په ګډون د څلورو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.