د امريکا ولسمشر اوکراين کې د هليکوپټرې د غورځېدو پر پېښه خپګان ښودلی

اوکراين کې غورځېدلې هليکوپټره

د امریکا ولسمشر جوبایډن په اوکراین کې د یوې هليکوپټرې د غورځېدو پر پېښه، چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر هم په‌کې ووژل شو، خپګان څرګند کړی.

بایډن په یوه اعلامیه کې له اوکراینه د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی او د دغه هېواد د کورنیو چارو وژل شوی وزیر دنیس موناستیرسکی یې " اصلاح غوښتونکی او وطنپال" شخص بللی دی.

د اوکراین د پلازمېنې کیف ختیځې څنډه کې د چهارشنبې په ورځ یوه هليکوپټره وغورځېده چې ۱۶ تنه په‌کې ووژل شول.

په همدې حال کې د ناټو د سرمنشي مرستیال میرسیا جیوانا ( Mircea Geoana ) ویلي، د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د اوکراین د جګړې د پراخولو نیت لري او په خبره یې دوی باید د اوکراین ملاتړ ته چمتو و اوسي.