طالبانو کابل کې د يوې ښځينه پوليسې د وژنې په تور د ۷ کسانو د نيونې خبر ورکړی

کابل کې طالب عسکر، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې یې د یوې ښځینه پولیسې د وژنې په تور ۷ تنه نیولي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تورنو کسانو څه موده وړاندې د زرغونې په نوم د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې یوه افسره په اومه حوزه کې وژلې وه.

اعلامیه کې د دغې پېښې نېټه نه‌ده مشخصه شوې.

وزارت د تورنو کسانو د اعترافونو ویډیو هم خپره کړې او زیاته کړې ده چې دغه کسان کابل او ننګرهار کې نیول شوي دي.

کابل ښاریان له څو میاشتو راهیسې دغلته د جنایي جرمونو د زیاتېدو یادونه کوي.

تازه په دغه ښار کې د یکشنبې په ورځ پخوانۍ وکیله مرسل نبي‌زاده ووژل شوه، خو لا هم معلومه نه‌ده چې دا پېښه ترهګریزه او که جنایي وه.