د طالبانو حکومت د يخنۍ له امله د زيانمنو شويو د لاس‌نيوي غوښتنه کړې

انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت مشرتابه د یخنۍ له کبله د خلکو پر مړینه خواشیني ښودلې او د زیانمنو شویو کسانو د لاس‌نیوي غوښتنه یې کړې ده.

د دوی په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ماښام رسنیو ته استول شوې راغلي چې، اړوند چارواکې دې د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره ټول امکانات په کار واچوي.

اعلامیه کې دغه امکانات نه‌دي په ګوته شوي او د کارونې څرنګوالی یې هم مشخص شوی نه‌دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې په اتو ولایتونو کې لږ تر لږه اویا تنه سړې هوا مړه کړي او شاوخوا اویا زره څاروي یې هم له‌منځه وړي دي.

د دوی په وینا دغه انساني زیان د مرغومي یا جدي میاشتې له شلمې تر ۲۸مې نېټې پورې موده کې اوښتی دی.