کندهار کې د طالبانو پر موټر چاودنې يو تن وژلی او درې يې ژوبل کړي دي

د افغاانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

د کندهار ښار په مدد چوک کې د طالبانو پر موټر چاودنې یو تن وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم واخلي، ازادي راډیو ته وویل چې پېښه د چهارشنبې په ماښام وشوه.

د چاودنې څرنګوالی تر اوسه معلوم شوی نه‌دی او یادې سرچینې هم په دې اړه څه ونه ویل.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم یوې ډلې چې ځان د طالبانو وسله‌وال مخالفان بولي، د دغې چاودنې مسولیت منلی او دوی رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، د ۲۰۵ قول اردو یو قومندان یې په نښه کړی او وژلی یې دی.

خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.