د اروپايي ټولنې مشر د لوېديځ له‌خوا اوکراين ته د ټانکونو د ورکولو ملاتړ کړی

د اروپايي ټولنې مشر چارلز ميشل

د اروپایي ټولنې مشر د روسیې د جګړې په وړاندې اوکراین ته د لوېدیځ له‌خوا د ټانکونو د ورکولو ملاتړ وکړ.

د اروپایي شورا مشر چارلز میشل وویل، له نژدې یوه کال راهیسې روسیې یوه تخریبي ستراتیژي مخ ته وړې، د ترور یوه ستراتیژي او هڅه کوي چې د اوکراین پر خلکو په بمباریو سره هغوی تسلیم کړي.

خو میشل زیاته کړه چې اوکراینیان مقاومت کوي.

هغه وویل، موږ اروپایي ټولنه به ترهغه وخته پورې چې اړتیا وي، له اوکراینیانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.

د اروپایي شورا مشر وویل، اوس یې وخت دی ځکه دوی نورو تجهیزاتو ته عاجله اړتیا لري او زه شخصاً د دې ملاتړی یم چې اوکراین ته ټانکونه ورکړل شي.