شهباز شريف هند ته د دواړو هېوادونو د لانجمنو مسايلو په اړه د خبرو وړانديز کړی

شهباز شريف

د پاکستان صدراعظم له هند سره په مشروط ډول د کشمیر په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو لانجمنو مسایلو په اړه د خبرو اترو وړاندیز کړی.

شهباز شریف پرون په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، خپل هندي سیال ته د ده پیغام دا دی چې راځئ خبرو اترو ته کېنو او پر ټولو جدي مسایلو صادقانه خبرې وکړو.

خو له دې څرګندونو وروسته د ښاغلي شریف دفتر په یو بیان کې وویل، د دواړو خواو ترمنځ خبرې یوازې هغه مهال ممکنې دي چې هند د کشمیر ایالت د یوې برخې کورواکي چې هند په ۲۰۱۹ کال کې ترې واخیسته، بېرته اعاده کړي.